د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د فراه ولایت چارواکي له کاره ګوښه کړل


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

د فراه د ولایتي شورا رییس سید بختیار هم دا مساله تایید کړې او ویلې یې دي چې ولسمشر دغه حکم د خلکو له پرله پسې شکایتونو وروسته کړی دی.

د افغانستان فراه ولایت د سرپرست والي په ګډون د دې ولایت ځینې لوړپوړي چارواکي د شپږ اعشاریه دوه میلیونه ډالرو د درغلۍ په تور له دندې لرې اوڅارنوالۍ ته پېژندل شوي.

په فراه کې د ازادي راډیو خبریال وایي چې دا کار د ولسمشر اشرف غني د حکم په اساس شوی او په دې چارواکو کې؛ د دې ولایت امنیې قومندان، د ملي امنیت رییس او د ګمرک کمیسار هم شامل دي.

د فراه د ولایتي شورا رییس سید بختیار هم دا مساله تایید کړې او ویلې یې دي چې ولسمشر دغه حکم د خلکو له پرله پسې شکایتونو وروسته کړی دی.

تراوسه د فراه دې چارواکو پر دوی د لګیدلو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

څه موده وړاندې ولسمشر اشرف غني د هرات ولایت سرپرست؛ د ایستناف څارنوالۍ مشره او ګڼ شمېر نور چارواکي له دندو لیرې او ځینې یې څارنوالۍ ته ورپېژنول.

XS
SM
MD
LG