د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د خېبر پښتونخوا پولیس له افغان کډوالو سره بدچلند کوي'


د خېبر پښتونخوا په هريپور کې مېشت یو افغان کډوال خپله پېژندپاڼه «مېشتکارډ» ښيي
د خېبر پښتونخوا په هريپور کې مېشت یو افغان کډوال خپله پېژندپاڼه «مېشتکارډ» ښيي

د راسېدلیو راپورونو له مخې، په سیمه کې د لټون عملیات په ترڅ کې پولیس له افغان کډوالو سره ډېر بد چلند کوي. خو ډي پي او سلیم مروت له دې خبرې انکار وکړ

په کوهاټ کې پولیسو د لټون عملیاتو په ترڅ کې د ناقانونه افغان کډوالو په ګډون ۲۰ مشکوک کسان نیولي دي.

امنیتي چارواکي وایي، دوی د ګل ورځې سهار وختي د کوهاټ پرمختیا ادارې «کې ډي اې» تاڼې په حدودو کې لټوني عملیات وکړل چې پکې دوی له نیولیو مشکوکو کسانو ناقانونه وسله هم ترلاسه کړې ده.

د کوهاټ پولیس یو چارواکي ډي پي او سلیم مروت مشال راډیو ته وویل، له شپاړلسم ډیسېمبره راهیسې یې په ټوله ضلعه کې د ترهه ګرو، په جرمونو ککړو کسانو او د ناقانونه افغان کډوالو پر ضد لټوني عملیات پیل کړي دي.

ده وویل، دا عملیات به له کوهاټ ښار پرته کلیوالو سیمو ته هم غځول کېږي او په دې کې ورسره د پوځ مرسته هم ترلاسه ده.

سلیم مروت دا هم وویل، په دې عملیاتو کې تراوسه شاوخوا پنځوس تنه افغان کډوال يې نیولي دي خو دا یې ونه ویل چې ټولټال یې څومره کسان نیولي دي.

د راسېدلیو راپورونو له مخې، په سیمه کې د لټون عملیات په ترڅ کې پولیس له افغان کډوالو سره ډېر بد چلند کوي.

خو ډي پي او سلیم مروت له دې خبرې انکار وکړو او وايي، داسې هېڅ خبره نشته چې له افغان کډوالو سره بد چلند کېږي او زیاتوي چې دوی هغه افغان کډوالو ته هېڅ نه وایي، چې قانوني پېژندپاڼې او کارډونه لري.

د ده په خبره، د وسله والو بریدونو د مخنیوي په لړ کې به دوی دغه عملیاتو ته دوام ورکوي.

یاده دې وي چې د ۲۰۱۴م کال له ۱۶م ډیسېمبره د پېښور ارمي پبلک سکول کې د وسله والو طالبانو له خونړي برید وروسته په ټوله خېبر پښتونخوا کې د پولیس او پوځ سرتېرو لټوني عملیات پیل کړي دي چې پکې په سلګونه مشکوک کسان نیول شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG