د لاسرسي ځای

داعیش په لوګر او خیبر کې ؟


په کابل کې دداعیش پرضد مظاهره

په کابل کې دداعیش پرضد مظاهره

دافغانستان دلوګر ولایت سیمه ایز چارواکي تاییدوي چې ددې ولایت په ځینو برخو کې داسلامي دولت وسله والې ډلې بیرغونه اوچت شوي او فعالیتونه یې پیل کړي دي.

دلوګر د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي د مشال راډیو افغان څانګې ته ویلي چې ددې ډلې فعالیتونو دلوګر وسیدونکي سخت اندیښمن کړي دي.

د نوموړي ولایت امنیه قومندان عبدالحکیم اسحاقزی بیا وايي، چې اسلامي دولت ډلې بیرغ د لنډې مودې لپاره یوازې په څرخ ولسوالۍ کې پورته شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په ځینو قبایلي سیمو کې د نویو وسله والو ډلو د جوړیدو خبرونه مخې ته راغلي دي.

د خیبر ایجنسۍ په تیرا کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر نه جدا شوې د یوې وسله والې ډلې ویاند وحید اپریدي نن د مشال ریډیو سره د خبرو په وخت وویل چې هغوی د داعش وسله والې ډلې سره ملګري شوي دي . خو د پاکستاني چارواکو له خوا لا په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

داعیش یا د اسلامي دولت وسله واله ډله چې زیات تمرکز یې په شام او عراق دی، په دې وروستیو کې یې څرک د افغانستان او پاکستان په ځینو سیمو کې هم لګیدلی، او په یوه ویډیو کې ځینې کسان هم د افغانستان او پاکستان لپاره د نوموړې وسله والې ډلې د استازو په حیث ښودل شوي دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په ځینو ښارونو کې د داعیش وسله والې ډلې پرضد مظاهرې هم ترسره شوي دي.

XS
SM
MD
LG