د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي ترهګرۍ ته به ماتې ورکوي


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان وايي د ترهګرۍ پرضد جنګ د یوې ورځې کار نه دی او په دې لړ کې به اوږده مبارزه کول غواړي او ملت ته پکار دي چې د ترهګرو پرضد یو موټی شي.

چودري نثار علي خان د خالي په ماښام په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال وویل : د ملک ټولو سیاسي ګوندونو او مدرسو یو وارې بیا دا خبره واضحه کړې ده چې د ترهګرۍ پرضد په جنګ کې دوی د قام سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

نوموړي له رسنیو هم غوښتنه وکړه چې په دې لړ کې دې خپل مثبت رول ولوبوي. هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل :

(( که د کومې مدرسې پرضد داسې شواهد مخې ته راغلل چې ترهګرۍ یا افراطیت ته وده ورکوي، نو پرضد به یې کارروايي کیږي. په دې خبره اتفاق شوی چې د ټول ملک مدرسې به راجستر کولی شي. ))

نوموړي وویل د فاټا د مدرسو د راجستر کولو لپاره به هم زر قانون سازي وشي. چودري نثارعلي خان زیاته کړه : پاکستان کې اوسیدونکیو ټولو خلکو ته پکار دي چې د یو بل د مذهب احترام وکړي، ځکه چې که داسې یې ونه کړل نو ددې هرڅه ګټه به وسله والو ته رسیږي.

چودري نثار علي خان وویل ملت ته ژمنه کول پکار دي چې د ازمون په یوه ګړۍ کې به هم خپل همت نه بایلي او د وسله والو پرضد به د حکومت ترشا ودریږي.

XS
SM
MD
LG