د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان : په تېر یو شواروز کې مهمې امنیتي پېښې رامنځ ته شوي


یو امنیتي سرتیری په کابل کې
یو امنیتي سرتیری په کابل کې

د افغانستان د بیلا بیلو برخو نه د اخ و ډب او د امنیتي ستونزو راپورونه رارسیدلي چې په ترڅ کې یې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې ده .

کونړ :

د افغانستان دفاع وز ارت وایي چې په تېر یو شواروز کې دکونړ په دانګام ولسوالۍ کې دپیل شویو عملیاتو پرمهال لسګونه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

ددفاع وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي ، چې ددې عملیاتو پرمهال دضیاالرحمان په نوم دوسله والو طالبانو یو پيژندل شوی قومندان هم ټپي شوی دی.

اعلامیه همدارنګه زیاتوي چې ددې عملیاتو پر مهاله یوه اندازه وسلې هم ددوی دمنسوبینو لاسو ته ورغلي دي.

کندوز :

دکندوز په خان آباد ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو او غیر مسئوله وسلوالو ترمنځ جګړه کې تیره شپه ۱۴ وسله طالبان وژل شوي او ۱۲ هم ټپیان شوي دي.

دکندوز د امنیې قومندانۍ ویاند سیدسرور حسیني مشال راډیو ته وویل، چې په دې جګړه کې یو غیر مسول وسله وال وژل شوی او دری نور یې ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دا جګړه دڅلورو ورځو راپه دې خوا روانه ده چې سیمي ته تازه دمه افغان ځواکونه هم رسیدلي دي.

وسله وال طالبان بیا وايي چې پدې جګړه کې دقومندان رسول په ګډون شپږ غیر مسوله وسله وال وژلي او دری نور یې ټپیان کړي دي.

کندهار :

د کندهار د ولایتي شورا مشر سید جان خاکریزوال نن له یوې انتحاري حملې روغ ووت.

د کندهار د سرپرست والي ویاند صمیم خپلواک مشال راډيو ته وویل، چې دا حمله سهار مهال د موټر بم په وسیله په عینو مېنه کې وشوه، چې یوازې یو ماشوم په کې ټپی شو.

ښاغلي صمیم زیاته کړه چې حمله کونکی دپولیسو تر تعقیب لاندی و، او هغه مهال یې په موټر کې چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړه، چې د کندهار د ولایتي شورا د رئیس موټر له سیمې تیریده.

تر دې مهاله دپېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخستې.

بغلان :

د افغانستان له بیلا بیلو برخو نه د امنیتي پيښو خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې هلته په بغلان کې بیا ۲۳ وسله وال مخالفین دسولې دپروسې سره یو ځای شوي دي.

دبغلان دامنیې قومندانۍ دامنیت آمر عبدالرشید بشیر نن مشال راډیو ته وویل، چې یادو کسانو تر دې وړاندي ددې ولایت په ډنډ غوري او جلګې ولسوالیو کې وسله وال فعالیتونه کول.

نوموړي زیاته کړه دسولې دپروسې سره دیادو کسانو په یوځای کې دو سره به ددې ولایت امنیتي وضعیت کې ښه والی راشي.

ددې ولایت دچارواکو دمعلوماتو له مخې، دروان لمریز کال دپیل راهسیي تر دې مهاله ددوو سوو په شاوخواکې وسله وال طالبان دسولې له پروسې سره یو ځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG