د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د عاقل وقار وژنې خبريالان انديښمن کړي


د ننګرهار چاروکي وایي، تيره شپه د دې ولایت په بتي کوټ ولسوالۍ کې نا مالومه وسله والو يو ځوان خبريال په ‌ډزو وواژه.

د ننګرهار چاروکي وایي، تيره شپه د دې ولایت په بتي کوټ ولسوالۍ کې نا مالومه وسله والو يو ځوان خبريال په ‌ډزو وواژه.

په همدې مناسب په جلال اباد ښار کې فعال ژورناليستان د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ ته راټول شول او د يوه خاموشه احتجاج په ترڅ کې يې له حکومته غوښتنه وکړي چې د وژل شوي خبريال قاتلين پیدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د عاقل وقار په نوم ځوان خبريال چې د ټولنيزې پراختيا او حقوقي مرستو له ادارې سره يې په څيړنيز ريپوټونه چمتو کول، د شنبې په شپه د ننګرهار په بټي ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو وواژه.

د نوموړي وژل د ننګرهار فعال خبريالان انديښمن کړل او د شبنې په ورځ مازيګر مهال د يوه خاموشه لاريون په تر سره کولو سره سراج العمارت بڼ ته ورغلل او له حکومت نه يې د هغه د قاتلينو د نيولو غوښتنه وکړه.

د ختيځو سيمو د لیکوالو او ژورنالستانو ټولنې مشر استاد لال پاچا ازمون د وقار وژل د بیان د ازادۍ په وړاندې يو ستر ګواښ وګاڼه.


(( هغه ډلې ټپلې، هغه وسله والو ګروپونه او هغه څوک چې وايي چې موږ د مطبوعاتو ازادۍ ته ژمن خلک يو، له هغوی نه غوښتنه کوو چې ژورنالستان هميشه تر تهديد لاندې راولي، دا ورته وايو چې دا خو نه کومه انساني لاره او نه هم تاسو ته کومه ګټه رسوي، دا يوازې او يوازې د بیان د ازادۍ په وړاندې يو چلنج دی او يو ګواښ دی.))

په ننګرهار د ژورنالستانو د دفاع کميټې مشر استاد ببرک مياخيل وويل، دې کې شک نشته چې یاده پيښه به د ژونالستانو په رواني حالت بد اغيز وکړي، خو زیاتوي چې د ژورناليزم غږ به هيڅ ډول ګواښونه غلی نه کړی شي.

(( د ژورنالستانو له ډلې چې څوک هم بيليږي، دا طبعي خبره ده چې د هغوی په روح او روان باندې بد تاثير کوي، خو زه وايم د ژورناليزم غږ به هيڅکله غلی نه شي او دوی به تل د حق په مبارزه بوخت وي.))

عادل وقار د سپین غر په نوم د يوې سيمې راډيو سرهد يوې خپرونې چلوونکي هم و، د يادې راډيو مشر شیر بهادر همت وايي چې نوموړي تل په خپله خپرونه کې د ژورناليزم د اصولو سره سمې خپرونې چمتو کولې. او هيچا سره يې شخصي دښمني نه لرله.


(( يوازينۍ ستونزې دا وي چې هغه د سيمې او چارواکي په نوم يوه خپرونه چلوله، په راډيو کې له موږ سره د دوه کلونو راپه دې خوا همکار و. په خپرونه کې يې هميشه د حق طرفداري کړې ده، د رسنيو قانون ته او د بیان ازادۍ ته ژمن هلک و. موږ د هغه په شخصي ستونزه او يا هم په کومه بله ستونزه باندې نه يو پوه شوي.))

يو شمير خبريالانو انديښنه لرله چې له هغو امتیازاتو نه چې په مرکز کابل کې خبريالان برخمن دي، د ولاياتو خبريالان ترې نه مستفيد کيږي، د ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې غړی محمد اصف شینواري له ژورنالستيکو ټولنو او دولت نه غوښتنه وکړه چې د توپيري چلند نه لاس واخلي.

(( ننګرهار اوس د حکومت لپاره د جګړې لومړۍ کرښه ده. همغسې حقوق چې د کابل ژورنالست ته ورکول کيږي، د مزار ژورنالست ته ورکول کيږي، همغسې دې ننګرهار ته ورکړي، همغسې دې کونړ ته ورکړي او همغسې دې پکتيا ته ورکړي. که دا نه وي نو بیا کيدای شي چې زموږ او د دوی لارې سره جدا شي.))

یاده دې وي چې د ۲۰۱۵ کال له پيله تر اوسه په ټول افغانستان کې دا لومړۍ پيښه ده چې يو خبريال د ناڅرګنده وسله والو له لورې وژل کيږي.

XS
SM
MD
LG