د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: افغان کډوالو په ګډون ۴۵۰ مشکوک کسان نیول شوي


د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، د پېښور په بېلا بېلو سیمو کې پولیسو او پوځ د لټون عملیاتو کې دځینو غیر قانوني افغان کډوالو په ګډون شاوخوا ۴۵۰ مشکوک کسان نیولي دي او له دوی يې غیر قانوني وسله ترلاسه کړې ده.

نن (شنبه) له مشال راډیو سره د خبرو په وخت د پېښور پولیسو یو چارواکي میا محمد سعید وویل چې له ۱۶ دسمبر نه را په دې خوا د ټولې صوبې په ګډون په پېښور کې د لټون عملیات دوام لري.

نوموړي زیاته کړه دا عملیات د باچاخان نړیوال هوايي ډګر ګیرچاپیره سیمو کې شوي دي او د پېښور سره نیږدي کلیوالو سیمو ته به هم وغځول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG