په خوست کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډ مرکز په جومات کې چاودنه شوې، چې په کې یو تن حکومت پلوی ملا وژل شوی دی.
وژل شوی ملا مولوي عبدالرشید نقشبندي نومیده، چې د پنجشنبې ورځې مازدیګر د جومات د ننه په چاودنه کې ووژل شو.
د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي د مولوي نقشبندي مړینه تائید کړه او ویې ویل، چې نوموړی د افغان او بهرینو ځواکونو په پوځي اډه کې د مازدیګر د لمانځه پر مهال په شوې چاودنه کې وژل شوی دی.
نوموړي په دې چاودنه کې د نورو تلفاتو او یا د چاودنې د څرنګوالي په باب مالومات نه درلودل، خو ويې ویل، چې نن د عیدګاه جومات سره نږدې د مولوي نقشبندي جنازه کیږي.
مولوي نقشبندي په ښکاره په غونډو او میټنګونو کې د افغان ځواکونو پر ضد جګړه ناروا بلله او په خپلو خبرو کې يې ځانمرګي بریدونه په سخته غندل.
د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان رسنیو سره په خبرو کې د مولوي نقشبندي مړینه د جومات په منځ کې د ګازو د ډبې د چاودنې له امله ښودلې ده.
مولوي عبدالرشید نقشبندي د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځینې خېلو د سیمې اوسیدونکی وو، یاده سیمه د خوست به ناامنه سیمو کې حسابیږي.