د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د خونري تعلیمي عمل لپاره د امریکا مرسته


امریکا وايي، د ملګرو ملتونو ماشومانو ادارې یونیسېف ته یې په پاکستان کې ((د ښوونځیو د محفوظ)) تعلیمي عمل لپاره ۴۶ لکه ډالر ورکړي دي.

بېګا په اسلام اباد کې د امریکا له سفارته په خپور شوي بیان کې راغلي، چې دا پیسې د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې یو اېس اې ای ډي، یونیسیف ته د څلور کلنې پروژې لپاره ورکړې دي.

بیان وايي، له دې مرستې سره به په ځپل شویو سیمو کې د تعلیم په برخه کې د ماشومانو، د هغوی میندو او پلرونو او استادانو وړتیاوې زیاتې کړای شي او داسې اقدامات به وکړل شي چې د ماشومانو د تعلیم په لار کې د ننګونو مخنیوی یا د مشکلاتو هواری باوري شي. بیان وايي، یونیسېف به له شمالي وزیرستانه بې کوره کړل شویو شاوخوا ۵۳۰۰۰ ماشومانو ته تعلیمي اسانتیاوې برابرې کړي.

بیان زیاتوي، د دې پروګرام موخه دا ده چې ماشومانو ته د ښه کیفیت تعلیم ورکړل شي او سکولونه له هر ډول طبیعي یا بشري ناورینونو محفوظ وساتل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG