د لاسرسي ځای

په بنو کې پلټنیزو عملیاتو کې ۶۰ مشکوکه کسان نیول شوي


په بنو کې د ترهګرۍ ضد څانګه یا کاونټر ټیررېزم ډېپارټمنټ وايي، د پلټنیزو عملیاتو پر مهال یې د ترهګرۍ په ګډون په یو شمېر جرمونو کې د ککړتیا په تور شاوخوا ۶۰ کسان نیولي.

د دې څانګې یوه چارواکي محمد ریاض بېګا مشال راډيو ته وویل، دوی له تېر سهاره په ډومېل، بنو ښار او منډانو کې له پولیسو سره په ګډه درې پلټنیز عملیات وکړل.

نوموړی وايي، له یو شمېر کسانو سره یې درنې او سپکې وسلې او نشه یي مواد هم نیولي دي. ریاض زیاتوي، د وسله والو بریدونو د مخنیوي په موخه به عملیاتو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG