د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو په باب د خلکو د پوهې کچه ټیټه ده


په خوست کې لا هم ډیری خلک د بشري حقونو په مسایلو نه پوهیږي، دوی فکر کوي، چې د بشري حقونو د بحث موضوع یوازې د ښځو د حقونو تامین او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړل دي او د بشري حقونو مسلې د نارینه وو سره کوم تړاو نه لري.

په خوست کې لا هم ډیری خلک د بشري حقونو په مسایلو نه پوهیږي، دوی فکر کوي، چې د بشري حقونو د بحث موضوع یوازې د ښځو د حقونو تامین او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړل دي او د بشري حقونو مسلې د نارینه وو سره کوم تړاو نه لري.

د بشري حقونو ساتنه او تامین هغه مسله ده، چې په تېره یوه لسیزه کې ورباندې د ملي او نړیوالو مدني بنسټونو او په دې اړه د فعالو ادارو له خوا بحث شوی او د ټولنې د بیلابیلو قشرونو د حقونو او وجایبو په تړاو د ورکشاپونو، سیمنارونو، غونډو او رسنیو له لارې مالومات خپاره شوي دي.

د بشري حقونو د ادارو د لارې هڅه شوې زیات نه زیات د ښځو د حقونو مسلې راپورته شي، هغوی ته د زده کړو پر زمینو خبرې وشي، په خپله خوښه يې د واده کولو حق خوندي شي، په میراث کې حق ورکړل شي، د کار، شغل او حرفې حق ولري او نور.

ولې په دې مهم بحث کې د بشري حقونو د اعلامیې محتوا او غنا ته په کتو تر ډېره په افغانستان کې د نورو قشرونو د حقونو او ستونزو مسلو ته پاملرنه نه ده شوې.

د خوست یو تن اوسیدونکی میرنواز حیدري په دې اړه مشال راډیو ته وايي:

((د خوست رسنۍ او یو شمېر نورې ملي او نړیوالې رسنۍ په بشري حقونو غږیږي، خو په بشري حقونو کې یوازې دوی د ښځو په اړه خبرې کوي، نو که چیرې رسنۍ د بشري حقونو دا نور اړخونه هم راوڅیړي او خلک ورباندې پوۍ شي، نو دا به د ټولنې په ګټه وي.))

مدني فعال ولي مت خان خادم وايي، دى فکر کوي بشري حقونه نه مراد يوازې د ښځو حقونه دي، ځکه د ده په خبره مدام په افغانستان کې د بشري حقونو له نوم سره جوخت د ښځو نوم ياد شوی، کنه دلته د ماشومانو د یوې سترې برخې حقونه هم پایمالیږي، کار حق دی، ولې ناینه وو ته يې هم فرصتونه ډېر محدود دي:

((کله چې موږ په خپله ټولنه کې د بشري حقونو غږ اورو، نو فکر کوو چې دا یوازې د نارینه وو د پاره دي، دا چې دلته دا فکر په پراخه پیمانه خپور شوی لامل دا دی، چې په دې برخه کې زیاتره د پوهاوي برنامې د ښځو له پاره جوړیږي، کنه دلته دماشومانو د یوې سترې برخې حقونه هم تر پښو لاندې کیږي، کار حق دی ولې د ټولنې یو ستر قشر کار نه شي پیدا کولای.))

مدني فعاله نسرین احساني د ښځو مظلومیت او کلتوري محدودیتونو ته په کتو وايي، که د ښځو د حقونو او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي مسلې راپورته نه شي، نو ښځې به تر پایه محرومې او مظلومې پاتې شي:

((ښځې اکثره وخت د مشکلاتو او خنډونو سره مخامخې دي، ځکه هغه حقوق چې ښځو ته د اسلام دین او د افغانستان اساسي قانون ورکړي، هغه دوی ته تراوسه نه دي ورکړل شوي، اول په خپلې کورنۍ پلار او ورور ورته حقوق نه دي ورکړي، بیا چې د خاوند کورته تللې ده، نو هلته هم د خپلو حقوقو څخه بې برخې پاتې شوې ده، ، نو هرو وخت ټکول شوي دي او د خپلو حقونو نه بې برخې پاتې شوي دي.))

بل لوري ته یو شمېر ځوانان چې لوستي دي، یا يې په دې وروستیو کې پوهنتونونه لوستي، د بشري حقونو مسله په یوه نسبتاً پراخ چوکاټ کې ویني او وايي:

((زما نوم عبدالله د خوست ښار اوسیدونکی، زما په نظر د بشر حقونه د یو انسان له پاره هغه دي، چې د یو ځانګړي قانون په چوکاټ کې تسجیل شوي دي، یوه ټولنه کې چې څوک اوسیږي، هغوی ته د یاد قانون په رڼا کې د دوی فردي او ټولنیز حقوق ورسیږي.))

د حقوقو د پوهنځي استاد ميرولي جان لکڼوال هم د میرمن نسرین نظر پر ځای بولي او وايي، چې په دې ځای کې ځکه ډیری لوستي او نا لوستي کسان بشري حقونو ته د شک په سترګه ګوري، چې حتی لوستو کسانو هم په خپل کورني چاپیریال کې د ښځو حقونه له پامه غورځولي دي:

((د هېواد په کچه ټول لوستي او نالوستي کسان د بشري حقونو اصطلاح ته د شک په نظر ګوري، ځکه دې حقونو ته په هغه سترګه نه ګوري، لکه څرنګه يې چې مفهوم دی، بې سواده نه ګیله نشته ولې لوستو کسانو هم دا حقونه تر پښو لاندې کړي او خپلې ګټې يې په کې لټولي دي.))

په همدې حال کې د سويل ختيځ زون د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون دفتر مني، چې خلک تر ډېره د بشري حقونو د مسایلو سره بلد نه دي، خو وايي د عامه پوهاوي په برخه کې ډېر کار شوی او پایله يې داده، چې د یاد زون په دریو ولایتونو پکتیا، پکتیکا او خوست کې په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د تامین په برخه کې ۲۵ سلنه ښه والۍ راغلی دی.

XS
SM
MD
LG