د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د نیولیو پاکستانیو طالبانو په باب نه غږېږي


''جزیات خپرول یې تر وخت مخکې برېښي. د افغان حکومت له خوا به دا جزیات په مناسب وخت کې خپاره شي''

افغان حکومت د پاکستانيو رسنیو د هغې ادعا په اړه چې د پیښور ارمي ښوونځي «سکول» په خونړي برید کې ککړ پنځه تنه د افغانستان په خاوره کې نیول شوي څه نه وایي خو ټینګارکوي چې د ترهه ګرۍ پر وړاندې نوي او ښه پرمختګونه شوي دي.

د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي د چارشنبې پر ورځ ازادۍ راډیوته وویل، د وسله والو طالبانو نیولو په باب څه ویل تر وخت مخکې ده، خو افغان ځواکونه د ټولو وسله والو ډلو پر وړاندې بې توپیره یو ډول جګړه کوي او دې کار مثبتې نتیجې ورکړي.

″د کومې پیښې په اړه چې تاسې پوښتنه کوئ په دې اړه تېره میاشت ځیني عملیات ترسره شوي دي، څیړنې هم شوي دي او لاسته راوړنې هم موجودې دي.

خو جزیات خپرول یې تر وخت مخکې برېښي. د افغان حکومت له خوا به دا جزیات په مناسب وخت کې خپاره شي.″

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو د سې شنبې په ورځ د پاکستاني چارواکو له خولې راپورنه خپاره کړل چې افغان امنیتي ځواکونو په دغه هېواد کې د پیښور ارمي ښوونځي په برید کې ککړ پنځه طرحه کوونکي «پلانګر، پلانجوړوونکي» نیولي دي.

یوې بلې حکومتي سرچېني چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ازادۍ راډیوته وویل، افغان امنیتي ځواکونو پرته له دې چې پاکستان ورسره معلومات شریک کړي د پیښور ښوونځي د پیښې په تړاو پنځه کسان نیولي خو دا کسان د هغې پیښې اصلي عاملان نه دي.

XS
SM
MD
LG