د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ کابل کې د موټر بم چاودنې او راکټي برید مخه نیول شوې”


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، چې په کابل ښار کې یې د یوې موټر بم چاودنې او پر ښار د یوې راکټي برید مخه نیولې ده.

دې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په میدان وردګو ولایت کې یې له چاودیدونکو موادو ډک هغه سراچه ډوله موټر له یو کس سره نیولی، چې غوښتل یې کابل ته راشي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ملي امنیت ځواکونو د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې د بي ام یو لس مرمۍ، چې د وسله والو مخالفانو له خوا په کابل ښار باندې د توغولو لپاره برابرې شوې هم ترلاسه کړي دي.

په همدې حال کې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې یې د و سله والو مخالفانو پټنځایونه له منځه وړي دي.

د دې قول اردو قومندان جنرال زلمي ویسا مشال راډیوته وویل چې د حکومت د وسله والو مخالفینو دغه پټن ځایونه د برښنا ۲۳ په نامه عملیاتو پر مهال له منځه تللي، چې تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې پيل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه په کاپیسا کې هم د ملي امنیت ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د طالبانو لخوا د دې ولایت مرستیال والي له څلورو ملګرو سره وژلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG