د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د امریکا پاکستان تعلقات پر راکړه ورکړه ولاړ دي'


د شمشاد احمد په خبره د پاکستان او امریکا تر مينځ د تعلقاتو خپلې خپلې زاويې دي. پاکستان دغو تعلقاتو ته له خپله لوري ګوري او امریکاله خپل هغه، خو د ده په خبره بنيادي نقطه دا ده چې دغه تعلقات په راکړه ورکړه ولاړ دي.

د امريکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري اسلام اباد ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال پاکستان د امریکا يو کلک اتحادي او ملګری بللی دی. نو پوښتنه دا ده چې بیا ولې دغه دوو هېوادونو په اړیکو کې بیا بیا لوړې ژورې رامنځ ته کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخوانی سفير شمشاد احمد یې په اړه وايي، چې د دوی ترمنځ تعلقات پیلي او په تسلسل کې نه دي پاته شوي.

«د امریکا او پاکستان تر مينځ تعلقاتو تاريخ به داسې بیان کړو چې کله هم يو شان او یو رنګ نه دي پاته شوي.کلهډېر ښه شي، کله خراب شي او بله دا چې تسلسل پکې نه وي. او چې په اړیکو کې تسلسل نه وي نو بیا د يو بل په اړه وړاندوینه هم نشي کېدی. او تر ټولو د حيرانتیا خبره دا ده چې د دواړه هېوادونه په خپلمنځیو ګټوکې هېڅ اختلاف هم نه لري خو دګډوګټو لپاره هم نه دي یو شوي »

بلخوا د بهرنیو چارو کارپوه زاهد سعيد بیا امریکا او پاکستان ته د ترهګرۍ ضد روانې جګړې ختمولو مشوره ورکوي اوهمدا یې حل ګڼي.

دی زیاتوي. : «دا خو سیاسي ترهګري هم ده. او هغه له افغانستان سره هم تړلی دی. زما په خیال چې، یو حل یې دا هم کېدی شي چې له وسله والو سره مرحله وار د ځینو مسلو هوارولو لپاره خبرې وشي. لکه ولسي ځایونه نه په نښه کول، سکولونه نه په نښه کول، روغتونونه نه په نښه کول. او که یې دوی حل دا بولي چې له یوې مخې به وسله وال ختم کړي نو دا خو زما په اند یوه ډېره لویه پوښتنه ده»

د شمشاد احمد په خبره د پاکستان او امریکا تر مينځ د تعلقاتو خپلې خپلې زاويې دي. پاکستان دغو تعلقاتو ته له خپله لوري ګوري او امریکاله خپل هغه، خو د ده په خبره بنيادي نقطه دا ده چې دغه تعلقات په راکړه ورکړه ولاړ دي.

«د امریکا موجوده مرستيال ولسمشر جو بايډن د خپل انتخابي کمپاين پر مهال له پاکستان سره د تعلقاتو اساس راکړه ورکړه بللې وه ، چې موږ پاکستان ته پيسي ورکوو او هغوی زموږ لپاره کار کوي، نو موږپه اصل کې د امریکا په نظر کي دکرايې عسکريو ، د جنرل ايوب خان په دوره کې دوه، دوه نيم اربه ډالره مرسته شوې وه، د ضیاالحق په وخت کي درې نيم اربه ډالره او دجنرل پروېز مشرف په وخت کې دولس اربه ډالره ملاو شوې وې، نو چې څومره پيسې ملاوېږي موږ ورته د هغو په بدل کې کار کړې او خپل ملک مو تباه کړی دی»

XS
SM
MD
LG