د لاسرسي ځای

ایا د افغانستان او پاکستان خلک به د پاریس له لاریونه په الهام اخیستو د خپلو حقونو غوښتنه وکړي؟


کله چې په پاریس کې د طنزیه مجلې شارلي اېبدو پر دفتر برید وشو او پکې ۱۲ کسان ووژل شول نو له هغې ورځې راهیسې خلکو لاریونونه وکړل او بیا د اروپايي او نورو هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون لکونه خلکو یو لوی لاریون وکړ.

کله چې په پاریس کې د طنزیه مجلې شارلي اېبدو پر دفتر برید وشو او پکې ۱۲ کسان ووژل شول نو له هغې ورځې راهیسې خلکو لاریونونه وکړل او بیا د اروپايي او نورو هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون لکونه خلکو یو لوی لاریون وکړ.

دې خلکو د بریدونو ضد او د بیان ازادۍ د ساتنې او د هغې په حق کې احتجاجي لاریون وکړ.

په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو او د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې د تېرې شاوخوا یوې لسیزې ناارامۍ او د وسله والو ډلو په بریدونو کې په لسګونه زره خلک وژل شوي دي. خو د پاریس د بریدونو پر ضد د شوي لوی لاریون په څېر مظاهرې، احتجاجونه یا لاریونونه نه تر سترګو کېږي، د دې وجه څه ده؟

په پېښور کې د پښتونخوا ولسي تحریک مشر او ملتپاله سیاستوال ډاکتر سید عالم مسود وايي، په پاکستان کې هم وسله والې ډلې او هم دولتي واکداران په پښتون مېشته سیمو کې ولسي غورځنګ او لاریونونه نه پرېږدي:

((دلته چې ذکر کوې نو د پښتون به کوې، د پاکستان ذکر خو ځکه مه کوه چې په پاکستان کې پنجاب احتجاج کولای شي. تاسې په اسلام اباد کې د عمران خان او طاهر القادري درنې ولیدلې. زموږ مقابله له پنجاب سره مه کوه، زموږ مقابله له یورپ سره مه کوه. موږ یو محکوم، مظلوم، یرغمال قوم یو. زموږ په وطن کې د امن خبره کول، دا پخپله واجب القتل خبره ده. یانې د حکومت او ریاست له لاسه هم داسې ده. همدا ریاست په اسلام اباد کې د سور جومات مخامخ درنه برداشت کوي، هغه په پېښور کې نه برداشت کوي.))

خو په ناروې کې وګړپوهه او څېړونکې کیرن اسک وايي، په پېښور کې پر سکول تر برید وروسته ډېرو خلکو مظاهره وکړه او بالاخره یې حکومت او سیاسي مشران مجبوره کړل چې د ترهګرۍ پر ضد پر عملي اقداماتو سلا شي.

کیرن اسک په افغانستان او پاکستان کې تر اوږدې مودې څېړنې کړې دي او مقالې یې خپرې کړې دي. له نوموړې مې پوښتنه وکړه چې د پېښور سکول تر برید مخکې تر کلونو په افغانستان او پاکستان کې خلک وژل شوي، نو هغه وخت ولې لاریون یا احتجاج نه کېده؟

اسک زیاتوي، د پاریس حالات له افغانستان او پاکستانه جلا دي. د دې په خبره، د جګړې په میدان کې احتجاج نشي کېدای.

((په پاکستان کې مظاهرې شوې دي. خو تاسې ته مالومه ده چې زیاتره حملې د هېواد په شمال غرب کې شوې دي چې پکې د پوځ کنټرول ډېر سخت دی نو ځکه د مظاهرو کولو هسې ازادي نشته چې تاسې یې د نړۍ په نورو برخو کې لرلای شئ. زما په اند په افغانستان کې هم دا قضاوت کول اسانه نه دی چې څومره خلکو احتجاج کړی دی، خو له هغه ځایه هم د مظاهرو ډېر خبرونه تر لاسه شوي دي. دا ریښتیا دي چې په هغو سیمو کې داسې ډېر خبریالان نشته چې په ازاد مټ د خبرونو ورکولو امکان ولري، نو ځکه له هغو ځایونو خبرونه نه تر لاسه کېږي.))

له ډاکتر سید عالم مسوده مې پوښتنه وکړه چې پر ټولو مشکلاتو سربېره ایا د پاریس لاریون به په پښتونخوا یا قبایلي سیمو کې خلکو ته دا پوهاوی ورکړي چې د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره مظاهرې وکړي او که نه؟

ډاکتر مسود زیاتوي، دا د پوه او ناپوهه خبره نه ده. اصلاً پښتانه مشر نه لري:

((دا د پوه یا ناپوه خبره نه ده. پښتون ولس پر ټوله مسله پوه دی، هره کونډه پر پوه ده، ځوان پر پوه دی، ماشوم پر پوه دی، مشر پر پوه دی. د دوی سرلښکر نشته، زموږ رهبر نشته، زموږ ملتپاله ګوند نشته، زموږ د دردونو، فریادونو ژبه نشته، زموږ د اواز ورکوونکی انسان نشته. که څوک وو او په دې ازمویلو ډلو کې هوش وو نو تاسې به وګورئ چې دا پښتانه د پیرس رېکارډ ماتوي او که نه؟))

په برتانیا کې د افغانستان او پاکستان چارو پوه او د کوینز پوهنتون استاد مایکل سیمپل وايي، افغانستان او پاکستان کې د مدني ټولنې غړي او فعالان لازماً دا فکر کوي چې څنګه د پاریس له لاریونه په الهام اخیستو، په خپلو هېوادونو کې هم د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړي.

سیمپل وايي، البته د مدني ټولنې فعالانو لپاره دا لویه ننګونه ده چې ولسي وګړي کوڅو ته وباسي:

((که څه هم د مدني ټولنې فعالان له نړۍ سره تړلي او له نړۍ الهام اخلي، خو زما په فکر چې کله موږ د عامو ولسي وګړو په اړه خبره کوو، نو هغوی له نړۍ سره هسې نه دي تړلي لکه فعالان. نو د مدني ټولنې د هر فعال لپاره دا لویه ننګونه ده چې لاړ شي او ولس متحرک کړي او کوڅو ته یې وباسي.))

پوهاند مایکل سیمپل وايي، دا هم ریښتیا خبره ده چې په افغانستان او پاکستان کې ډېری کارونو او دودونو ته د غربي رواج نوم ورکول کېږي او په دې ډول ردېږي. دی زیاتوي، اصلاً د افغانستان په ټولنه کې د احتجاج یا لاریون دود نشته او دا چې په پاکستان کې دا دود تر څه حده موجود دی خو له پاریس یا د اروپا د نورو هېوادونو له خلکو سره یې مقابله نشي کېدای.

XS
SM
MD
LG