د لاسرسي ځای

په ترکیو پاسپورټونو تښتېدونکي چینايي یوغوریان ونیول شول


په شانګهای کې د ترکیې کونسلګرۍ او پولیسو پر دې له تبصرې کولو انکار کړی دی.

د چین ګلوبل ټایمز نومي ورځپاڼه وايي، پولیسو د تېر کال نومبر په میاشت کې د شانګهای له هوايي ډګره هغه نهه یوغوریان ونیول چې په بدلو کړل شویو ترکیو پاسپورټونو یې له هېواده د تېښتې هڅه کوله.

ورځپاڼې دا خبر د چارشنبې پر ورځ خپور کړ او ویې ویل چې شاوخوا ۱۰ مشکوکه ترکان چین ته په خپلو پاسپورټونو داخل شول او بیا یې دا پاسپورټونه بدل کړل او نهه یې پر یوغوریانو خرڅ کړل. د ورځپاڼې په خبره، هر پاسپورټ په شاوخوا ۹۶۸۰ امریکايي ډالره خرڅ کړل شو.

د فرانسې خبري اژانس اې اېف پي د چینایۍ چارواکو په حواله وايي، د چین د هان نسله اکثریتي ټولنې دوه غړي هم نیول شوي دي.

چارواکي وايي، په نهو یوغوریانو کې یو مطلوب ترهګر وو او دا چې د ځېنو مشکوکو کسانو په ټيلي فونونو کې له ترهګرۍ سره تړلې هغه ویډیوګانې هم وې چې د توپیر پالنې او توکمیزې یا نسلي کرکې خپرولو لپاره ثبت شوې وې.

په شانګهای کې د ترکیې کونسلګرۍ او پولیسو پر دې له تبصرې کولو انکار کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس وايي، په بیجنګ کې له ترکي سفارت سره په بیا بیا د رابطو هڅه وشوه، خو ځواب تر لاسه نشو.

بیجنګ په سینکیانګ سیمه کې پر یوغور نسله بېلتونپالو د یو شمېر بریدونو تور پورې کوي. خو له هغې سیمې په ازادانه ډول مالومات نشي تر لاسه کېدای او د چیني حکومت د ادعاو پخلی هم نشي کېدای.

البته د بشري حقونو ډلې پر چین تور پورې کوي چې د حکومت د فرهنګي او مذهبي تګلارو او د خلکو ځپلو له کبله په سینکیانګ کې نا ارامي ده. چینايي چارواکو په دې اړه هېڅ مالومات نه دي ورکړي چې نیول شوي یوغوریان ولې د ځمکنۍ لار پر ځای له هوايي لارې له هېواده وتل؟

XS
SM
MD
LG