د لاسرسي ځای

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د ټولو ملکي او پوځي ادارو هر اړخیزه ارزونه يې پیل کړی، تر څو له یوې خوا د ادارو ظرفیتونه او ترسره شوي فعالیتونه مالوم شي او بل لوري ته د پکتیکاوالو اساسي اړتیاوې او غوښتنې هم راټولې شي.

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د ټولو ملکي او پوځي ادارو هر اړخیزه ارزونه يې پیل کړی، تر څو له یوې خوا د ادارو ظرفیتونه او ترسره شوي فعالیتونه مالوم شي او بل لوري ته د پکتیکاوالو اساسي اړتیاوې او غوښتنې هم راټولې شي.

د پکتیکا نوی والي انجینر عبدالکریم متین وايي، چې د ستونزو او اړتیاوو تر مالومولو وروسته به دا مسلې د حل په موخه ولسمشر غني او د حکومت اجرائیه رئیس ته وړاندې کړي.

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې خلک او قومونه د حکومت د ملکي او پوځي ادارو څخه په ټولو برخو کې د ګټورو فعالیتونو هیلې او غوښتنې لري، نو اړتیا ده چې د دې ادارو مسوولیتونو ته په کتو د دوی ترسره شوې کړنې وارزول شي او د ښه توب لپاره يې لازم اقدامات سرته ورسیږي.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان د دې ارزونې د اړتیا او څرنګوالي په باب مشال راډیو ته وايي:

((ټولې ملکي او پوځي اداري د خپلو وظیفوي مسوولیتونو پر اساس مکلفې دي، چې د خلکو غوښتنو او اړتیاوو ته په کتو خپل ملي او ټولنیز مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي، په همدې موخه نوي والي ښاغلي انجینر عبدالکریم متین د حکومتي ادارو د رئیسانو او نورو مسولینو د ترکیبه اوه ډلې جوړې کړي، چې په مرکز او ولسوالیو کې د ادارو اجراات وارزوي او تر څنګ يې د خلکو اړتیاوې هم مالومې کړي، تر څو د حل په موخه يې د یو پلان له مخې محترم ولسمشر او د حکومت اجرائیه رئیس ته ورسوي.))

د پکتيکا والي انجنير عبدالکريم متين وايي، چې ددې ولايت د ټولو ولسواليو د ملکي او نظامي ادارو ارزونه او د ولسونو د اړتياوو په نښه کول يې د اداري رئيسانو پر مټ پيل کړي دي.

عبدالکریم متين وايي، د پکتيکاوالو غوښتنې او اړتياوې به په نښه او د يوه منظم پلان له مخې به يې ولسمشر، اجرائيه رئيس او مرکزي وزارتونو ته د حل په موخه ورسوي:

((د پکتیکا ولایت رئیس صایبان او نور حکومتي چارواکي په اوو ګروپونو کې تقسیم شوي، هر ګروپ یوې ولسوالۍ ته لېږل شوی دی، تر څو اړوندې ادارې هم وارزوي او هم د خلکو اړتیاوې راټولې کړای شي، چې د هغه پر اساس به بیا وروسته راتلونکې پلانونه جوړیږي.))

پکتیکا والي زیاته کړه، چې د ښې حکومتدارۍ منځته راتګ، د امنیت ټېنګول، متوازنه پرمختیا، د پوهنې، کرهڼې او روغتیايي چارو ښه کول يې په کاري لومړیتوبونو کې دي، او په دې اړه يې عملاً کارونه پیل کړي دي.

ده د پکتیکاوالو څخه هم په دې برخه کې د کلکې ملګرتیا او ملاتړ غوښتنه وکړه، تر څو په ګډه شته ستونزو او مشکلاتو ته مناسبې حل لارې پیدا شي.

یاده دې وي، پکتیکا د افغانستان د مهمو موقعیت لرونکو ولایتونو نه دی، چې خلک يې د ژوندانه په مختلفو برخو کې د ګڼو زیربنايي او اوږدمهاله پروژو پلي کیدنه غواړي، دا چې د پکتیکاوالو دا غوښتنې به څومره عملي شي، دا به راتلونکی په ډاګه کړي.

XS
SM
MD
LG