د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ځوانان د ځانګړي وزارت غوښتنه کوي


په جلال اباد کې په سلګونه تنو ځوانانو د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې له افغان ولسمشر او اجرايیه ريس نه وغوښتل چې د خپلو کړنو وعدو په بنیاد دې، د ځوانانو لپاره مستقل وزارت جوړ شي.

په جلال اباد کې په سلګونه تنو ځوانانو د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې له افغان ولسمشر او اجرايیه ريس نه وغوښتل چې د خپلو کړنو وعدو په بنیاد دې، د ځوانانو لپاره مستقل وزارت جوړ شي.

دغه لاريون د چارشنبې پر ورځ له غرمې مخکې د ننګرهار د ځوانانو امريت له خوا ترتیب شوی و چې د ولسواليو په کچه د ځوانانو د شوراګانو په سلګونو تنو په کې ګډون کړی او له افغان دولت نه يې د ځوانانو لپاره د مستقل وزارت غوښتنه کوله.

د ننګرهار د ځوانانو امريت مشر مطیع الله احمدزي په دې اړه خبريالانو سره په خبرو کې وويل:

(( د ولسمشر او اجراییه ريس لخوانه کابینه اعلان شوه. د دوی په برنامو کې د ځوانانو لپاره د يوه مستقل وزرات د ایجاد خبره شوې وه چې موږ به د ځوانانو لپاره مستقل وزارت جوړوو، ځوانانو ته به په نظام کې سهم ورکوو، په ځوانانو به سرمايه ګذاري کوو. زموږ غوښتنه له ولسمشر او اجراييه ريس نه دا ده چې دغه کړې ژمنې په عمل کې پیاده کړي او د ځوانانو لپاره مستقل وزارت جوړ کړي.))

په ننګرهار کې د ځوانانو د اصلاحي شورا مشر قاضي شاهد الله هم له افغان دولت نه ورته غوښتنه لري او وايي:

(( اوس چې موږ د هغوی د وزارتونو په لست کې وليدل، ځوانان په کې کومه ونډه نه لري. زموږ غوښتنه له دوی نه دا ده چې ځوانانو سره يې چې کومې وعدې کړې دي، هغې ته باید د عمل جامه واغوندي، او ځوانانو ته يو مستقل وزارت جوړ کړي.))

د ننګرهار ولایتي شورا غړی لال محمد دراني هم د ځوانانو د غوښتنو ننګه وګړه او په افغان دولت يې غږ وکړ چې د ځوانانو غوښتنو تن مثبت ځواب ووايي:

(( د دغو ځوانانو غوښتنه د ننګرهار د ټولو ولسونو غوښتنه ده. موږ د دوی تایید کوو، د ځوانانو د چارو د وزرات غوښتنه کوو، د شفاف اهليت او شخصيت په بنا باندې د کاري وړتیاوو په بنا باندې د کابينې غوښتونکي يو. له ولسمشر نه او له اجراييه ريس له دواړو نه.))

لاريون کوونکو ګواښ وکړ چې که غوښتنو ته يې مثبت ځواب ور نه کړل شي، دوی به سوله ييزو لاريونو ته دوام ورکړي او د کابل ـ جلال اباد لاره به د موټرو پر مخ ټړي.

XS
SM
MD
LG