د لاسرسي ځای

“رجسټرډ شوي افغان کډوال له پاکستانه نه وباسو”


د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي چې دوی ته پاکستانیو چارواکو ډاډ ورکړی چې رجسټرډ افغان کډوال به له پاکستانه نه وباسي.

اسلام اباد کې د دې ادارې ويانده، دنيا اسلم خان وايي، چې د دسمبر په ۱۶ تاريخ د پېښور پر آرمي پبلک سکول تر بريد وروسته د افغانانو ځورونو په اړه له پاکستانيو چارواکو سره خبرې کړې دي.

ياده دي وي چې د خېبر پښتونخوا حکومت ويلي وو چې دغلته اوولس لکه افغان کډوال ژوند کوي چې غير رجسټر به يې په يوه مياشت کې دننه خپل هېواد ته ولېږي خو افغان چارواکو ويلي دي چې دا د پاکستان د مرکزي حکومت پاليسي نه ده نو ځکه پرې دوی تشويش نه لري.

XS
SM
MD
LG