د لاسرسي ځای

د پکتیکا ولایت په جانخېلو ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا ریاست په چوکاټ کې د پنځه اتیا پروژو کارونه، چې سل میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي، پیل شوي دي.

دغه پرمختیايي پروژې چې د ملي پیوستون د پروګرام له لارې په بیلابیلو پړاونو کې پلي کیږي، په کې استنادي دیوالونه، د اوبو لوی او واړه حوضونه، پلچکونه، د اوبو لاسي پمپونه،دټولنیز مرکزونو حالونه، د کوڅو پخول او د یو ښوونځي له پاره په کې وداني هم شامله ده.

د پکتیکا د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول ضمیر خپلواک مشال راډیو ته وویل، چې دا پروژې د یحیی خېلو ولسوالۍ د پنځوسو کلیوالي شوراګانو له خوا انتخاب شوي او ذ یادې ولسوالۍ په ۱۰۸ کلیو کې به تطبیق شي:

((د ملي پیوستون د پروګرام له لوري د څه دپاسه سل میلیونه افغانیو په ارزښت په پنځه اتیا بیلابیلو پروژو باندې کار پیل شو، یادې پروژې د جانخېلو ولسوالۍ د پنځوسو کلیوالي شوراګانو له لوري په ګوته شوي دي، چې په ۱۰۸ کلیو کې به تطبیق شي او سلګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.))

د ملي پیوستون پروګرام د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مرسته جوړشوی پروګرام دی، چې موخې یې د محلي حکومتدارۍ پراختیا، د کلیوالي سیمو د جوړولو او د بیوزلۍ د لمنځه وړلو لپاره یو پایښت لرونکی بنسټ دی، ترڅو کلیوال وهڅوي چې په خپله مهمې او ارزښتناکې پریکړې وکړي او د پرمختیا په ټولو پړاوونو کې برخه واخلي او له خپلو نږدې منابعو او سرچینو څخه ګټه پورته کړي.

ضمیر خپلواک همدارنګه وايي، چې په نږدې ورځو کې به د پکتیکا په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د بیارغونې په برخه کې ګڼې کلیوالي پروژې پیل شي:

((د پکتیکا د ولایت مقام په پام کې لري، چې ورته پروژې په نورو ولسوالیو کې هم پلي کړي، چې له یوې خوا به په کلیو او بانډو کې د خلکو هغه لومړني ضرورتونه رفع شوي وي او بل لوري ته به ګڼو ځوانانو ته په کې د کار او روزګار زمینې هم برابرې شوې وي.))

د جانخېلو د ولسوالۍ یو تن قومي مشر محمودخان وايي په داسو حالاتو کې چې زموږ ګاونډیان په یوه او بله پلمه افغاني کډوال د خپلو خاورو وباسي او دوی خپل هېواد ته راستنیږي، د دوی د بوختیا او د کار او مزدورۍ له پاره هم دا ډول پروژې د اهمیت وړ دي:

((الله تعالی دې زموږ قدرمن میلمانه همیشه د داسو تحفو سره جانخېلو ولسوالۍ ته راولي، دا کمک په داسې حال کې کیږي، چې زموږ ګاونډي ملکونه دومره بې رحمانه فیصلې کوي، چې زموږ خلک د پاکستان او ایران څخه راایستل کیږي او خپل دې وران کور ته راځي.))

د یادونې وړ ده پکتیکا د افغانستان په سویل ختیز کې پروت پراخه سرحدي ولایت دی، چې د شمالي او جنوبي وزیرستان او بلوچستان سره ګډه پوله لري، په دې ولایت کې په تېره یوه لسیزه کې ډېرې لږې د بیارغونې پروژې پلي شوي او خلک يې د ژوندانه په مختلفو برخو کې ګڼې ستونزې او اړتیاوې لري.

XS
SM
MD
LG