د لاسرسي ځای

“د حقاني شبکې او وسله والو پټنځایونو ختمولو لپاره همکاري کوو ”


د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري نن( سېشنبه) په اسلام اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو لپاره د وزیر اعظم سلاکار سرتاج عزیر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې حقاني شبکه، لشکر طیبه او نورې وسله والې ډلې د پاکستان، افغانستان، امریکا او نړۍ لپاره خطرناکې دي او پر ضد یې اقدامات کول پکار دي. په دې موقع په بهرنیو چارو کې د وزیر اعظم نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز وویل چې له دسمبر د شپاړسمې نیټې پس د ترهګرۍ پرضد د دوی کړنلاره بدله شوې او د حقاني شبکې او نورو ټولو ډلو پر ضد کوټلي عملیات پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG