د لاسرسي ځای

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د دوشنبې (ګل) پر ورځ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې مديريت مسوولينو د مخکنۍ اطلاع په بنیاد د سره رود ولسوالۍ اړوند سرخاب پل کې په يوه ګاډي کې له يو تن سره ۳۵ ميله کلاشینکوف نيول شوي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال مشال راډيو ته وويل:

یاده وسله له پاکستان څخه ړومبی مهمندرې ولسوالۍ راوړل شوې وې چې کندوز ولایت ته يې انتقالولې، چې د کشفي راپور په اساس د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG