د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې اووه تنه په دار شول

د پاکستان سیند او پنجابصوبو په بیلا بیلو زندانونو کې نن سهار اووه کسان په دارشوي دي. د سرکاري ټي وي د یوه خبر له مخې په دوی کې درې کسان محمد طلحه ،خلیل احمد او شاهد حنیف د سیند صوبې د سکر په زندان کې په دار شوي دي.

د دغو کسانو تعلق له یوې ناقانونې ډلې سره و او د فاع وزارت یو مشر یې وژلی و.

د بهرام خان په نوم بل تن د کراچۍ په مرکزي زندان کې په دار شویدی ،نوموړي په ۲۰۰۳ کال کې یو وکیل وژلی و.

همدا راز د پنجاب صوبې په فیصل اباد کې دوه او د پینډۍ په اډیاله زندان کې ذولفقار نومي تن په دار شوی دی.

په اډیاله زندان کې پانسي شوي نوازش علي او مشتاق احمد نومېږي او دوی په پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف د حملې په تور کې د پانسۍ په سزا محکوم شوي و.

XS
SM
MD
LG