د لاسرسي ځای

افغان ولسمشر محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته ولاړ


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

ارګ، کابل: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، نن دوشنبه مازیګر د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني رسمي سفر لپاره د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته روان شو.

ولسمشر غني به د خپلسفرپر مهال د متحده عربي اماراتو له صدراعظم او د دوبۍ له امیر والا حضرت شېخ محمد بن راشد آل مکتوماو د دغه هېواد له ځایناستي او د ابوظبۍ له امیر والا حضرت شېخ محمد بن زاید آل نهیان سره وګوري او له هغوی سره به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په باب خبرې وکړي.

همدا راز د افغانستان ولسمشر به د د متحده عربي اماراتو له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو او په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو سره هم وویني.

له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دغه سفر کې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د نوموړي ځانګړی استازی احمدضیا مسعود، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمد خان، د ملي اقتصاد په چاروکې د ولسمشر سلاکار حضرت عمر زاخیلوال، د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي، د بهرنیو چارو او د مالیې وزارتونو سرپرستان او د جمهوري ریاست د چارو د ادارې لوی رئیس عبدالسلام رحیمي ملګرتیا کوي.

XS
SM
MD
LG