د لاسرسي ځای

د امريکا د بهرنيو چارو وزير، جان کيري پاکستان ته ولاړ


د امريکا د بهرنيو چارو وزير، جان کيري

د امريکا د بهرنيو چارو وزير، جان کيري

د امريکا د بهرنيوو چارو وزير، جان کيري نن په دوه ورځني سفر پاکستان ته ولاړ. چارواکي وايي چې نوموړی به د سيمې د حالاتو او دوه اړخيزو مسلو په اړه له پاکستاني وزيراعظم نواز شریف او نورو چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

د وزيراعظم هاوس يو چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، مشال ريډيو ته وويل چې کيري به د هند، افغانستان او پاکستان پر اړيکو هم د چارواکو سره خبرې وکړي.

جان کيري پرون«اتوار» هندوستان ته تللی و او هلته يې هم د هند لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي ول.

XS
SM
MD
LG