د لاسرسي ځای

دافغانستان نوې کابینه سبا اعلانیږي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان د ولسمشر حقوقي سلاکار وایې، د کابینې غړي به سبا (د دوشنبې په ورځ) ولسي جرګې ته معرفي شي.

عبدالعلي محمدي چې د یکشنبې په ورځ یې د اساسي قانون د اونۍ په نامه جوړي شوي غونډي ته وینا کوله وویل چې، ولسمشر د کابینې د جوړیدو لپاره درې میاشتې د زړه وینې خوړلي دي.

په همدې حال کې ولسي جرګه د کابینې له ژر اعلانیدو هرکلی کوي خوټینګار کوي چې د کابینې غړي باید دوه ګونی تابعیت و نه لري.

نوموړې زیاته کړه :

(( د رسنیو ملګري خواهش لري چې زه دې د کابینې په اړه خبرې وکړم ، نو تشویش مه کوئ، کابینه به د دوشنبې په ورځ اعلان شي. همدا نن سهار هم ولسمشر اشرف غني په هم دې موضوع خبرې کولې. ))

د ولسمشر حقوقي سلاکار داهم وویل چې د قانون له مخې وړ کسان به د نویو نوماند وزیرانو په حیث اعلان کړل شي.

پخپله ولسمشر محمد اشرف غني هم د خالي په ورځ ویلي وو چې صبر او حوصلې نتیجه ورکړې او کابینه به زر اعلان شي.

XS
SM
MD
LG