د لاسرسي ځای

تازه خبر

" افغانستان کې داعیش نشته "


د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هیواد کې دداعش وسله والو موجودیت رد کړ. ددې وزارت ویاند صدیق صدیقي د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وویل چې ، یو شمیر کسانو د نا سمو معلوماتو له امله په هیواد کې دداعش وسله والو دپیدا کیدو خبره کړې وه چې هیڅ حقیقت نه لري.

نوموړی زیاتوي :

(( دداعش موضوع داسې یو ه مسئله ده چې موږ نشو کولای هغه ومنو او هغه رد وو، دا موضوعات د نا سمو معلوماتو له امله مطرح کیږي یا دافرادو او اشخاصو په اړه پوره معلومات دداسې خبرونو د خپریدا لامل ګرځي.))

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې افغان ځواکونه به په هیواد کې هیڅ یوې ورانکارې ډلې ته دفعالیت اجازه ور نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د ولسي جرګې یو شمیر غړو ویلي وو چې په هلمند او زابل ولایتونو کې دداعش وسله وال پیدا شوی دي.

XS
SM
MD
LG