د لاسرسي ځای

تازه خبر

" پښتانه سیاست وال د ترهګرۍ ختمولو کې کومک کولی شي "


سینیټر افراسیاب خټک
سینیټر افراسیاب خټک

د پاکستان د پښتنو سياستوالو پلاوی پرون له افغانستانه پاکستان ته ورسيد، دغو سیاست والو کابل ته خپل وروستی سفر ددواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي او د باور د زیاتولو لپاره مهم وبللو.دغه مشران وايي که د پاکستان اسټیبلیشمنټ ( حکومت او استخباراتي ادارې ) وغواړي نو پښتانه مشران په سیمه کې د امن د را

د پاکستان د پښتنو سياستوالو پلاوی پرون له افغانستانه پاکستان ته ورسيد، دغو سیاست والو کابل ته خپل وروستی سفر ددواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي او د باور د زیاتولو لپاره مهم وبللو.دغه مشران وايي که د پاکستان اسټیبلیشمنټ ( حکومت او استخباراتي ادارې ) وغواړي نو پښتانه مشران په سیمه کې د امن د راوستلو او د ترهګرۍ په ختمولو کې کومک کولی شي.

د عوامي نشنل ګوند يو مشر غړی افراسياب خټک چې د افغان ولسمشر لخوا په وربلل شوي پلاوي کې شامل و، وايې کابل او اسلام اباد دواړه غواړي چې د ترهګرۍ په ګډون ټولې مسئلې شریکه له منځه يوسي. نوموړی وايي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايوي رئيس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ټول افغان سياستوال د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان له موجوده تګ لارې تر ډيره حده خوشبينه ښکاري.

افراسياب خټک زیاتوي : په وړمبي ځل د پاکستان اسټيبليشمنټ دا خبره تسليم کړې چې د ترهګرۍ پرضد جنګ د دوی خپل جنګ دی او دارنګ نور بهد ښو او بدو طالبانو ترمنځ هېڅ توپير نه کوي، نو د ده په خبره هم دغه وجه ده چې د پاکستان رياست اوس د دې هيواد پر پښتنو سياستوالو اعتبار لري چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د اعتماد سازۍ او امنيت د بحالۍ په لړ کې به خپل رول ولوبوي.

همداراز د کابل پوهنتون استاذ ډاکټر فيض محمد ځلاند هم کابل ته د پاکستان د پښتنو سياستوالو سفر ډېر مهم بولي، خو وايي چې په دغه سيمه کې امنيت پرځای کول او د ترهګرۍله منځه وړل د پاکستان د استخباراتي ادارو په اختيار کې دي.

خو د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ يو مشر غړی عثمان کاکړ بيا وايي په دې وروستېو کې د پاکستان دننه د راپورته شویو پېښو وروسته پاکستاني او په خاصه توګه پښتانه سياستوال پر پوځ اثر اندازه شوي دي او دارنګپوځ يې پر دې مجبوره کړی چې د ښو او بدو وسلوالو ترمنځ توپير ختم کړي.

تېره ورځ د افغان ولسمشر له دفتره په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې راغلي وو چې ولسمشر اشرف غني د پاکستان د سیاسي رهبرانو محمود خان اڅکزي، آفتاب احمد خان شېرپاو او سنېټر افراسیاب خټک سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پیاوړتیا، د امنيتي حالت د ښه والي، د ترهه ګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د افغان کډوالو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره پر ګډو هڅو بحث وکړ.

ولسمشر غني په ټينګار سره وویل، چې د یادو ستونزو حل به وخت ونيسي او په دې برخه کې به ډېر خنډونه موجود وي؛ خو دده په وینا د حل لپاره يې د افغانستان نوی حکومت ژمن دی.

XS
SM
MD
LG