د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمي پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو کورنیو اتحادیه جوړه کړه


د خېبر پښتونخوا د پېښور ارمي پبلک سکول په ترهګر بريد کې د وژل شویو ماشومانو ميندو او پلرونو يوه اتحاديه جوړ کړی دی.

د دې اتحاديې نوي ټاکل شوي مشر عبدالواحد قادري چې په بريد کې يې دوه نوسيان هم وژل شوي د جمعه پر ورځ مشال ريډيو ته وويل، د دې ګام مقصد پر سکول د شوي بريد په اړه د روانو تحقيقاتو څارل او د سکول د غريبو ماشومانو او ملازمينو مرسته کول دي.

نوموړي زياته کړه چې د پېښې تر درې اونۍ زيات وخت شوی خو لاهم د وژل شویو ماشومانو کورنيو ته د پلټنو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.

تېره مياشت پر آرمي پبلک سکول د وسله والو په بريد کې تر يو سل ديرش زيات ماشومان وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG