د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه مشران: پاکستان او افغانستان باید ستونزې په ګډه هوارې کړي


پښتانه سیاستوال له افغان ولسمشر اشرف غني سره (عکس د ارګ له پاڼې)
پښتانه سیاستوال له افغان ولسمشر اشرف غني سره (عکس د ارګ له پاڼې)

د پښتنو سیاسي ګوندونو مشرانو ډلي چې د بنجشنبې په ورځ افغانستان ته تللې وه ، ويلي افغانستان او پاکستان دواړه له يو شان ستونزو سره مخامخ دي او باید هم په ګډه يې حل راوايستل شي.

پراګ: د پښتنو سیاسي ګوندونو مشرانو ډلي چې د بنجشنبې په ورځ افغانستان ته تللې وه ، ويلي افغانستان او پاکستان دواړه له يو شان ستونزو سره مخامخ دي او باید هم په ګډه يې حل راوايستل شي.

د جمعې په ورځ ناوخته له ارګ جاري شوې خبرپاڼه وايي، افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني پرون له محمود خان اڅکزي، افراسياب خټک او آفتاب شيرپاو سره په کابل کي د ليدو پروخت وويل، هڅه کوي د دواړه هيوادونه د خلکو ترمنځ په ټولو سطحو تماسونه زيات کړي.

پښتنو سياسي مشرانو له اجرايوي ريس ډاکټر عبدالله سره هم وليدل. په دې لیدو کتو کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم شامل وو.

افراسياب خټک له کابله تر ستنېدو وروسته مشال راډیو ته وویل چې کابل او اسلام اباد دواړه غواړي چې د ترهګرۍ په ګډون ټولې مسلې په ګډه هوارې کړي.

ده وویل چې د دې سفر پر مهال یې له شاوخوا شپېتو افغان چارواکو او سیاسي مشرانو سره لیده کاته کړي دي.

د مشال راډیو اسرار عالم مومند له افراسیاب خټک سره مرکه کړېده او په پیل کې یې ورڅخه پوښتلي چې له افغان لوري سره پر څه ږغېدلي دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG