د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په راولپنډۍ کې ځانمرګي برید اته تنه وژلي دي


پاکستاني پولیس د راولپنډۍ په ښار کې
پاکستاني پولیس د راولپنډۍ په ښار کې

پاکستانی چارواکي وایي، په راولپنډۍ ښار کي د شیعه ګانو په یوه امام باړه په ځانمرګی بريد شوي چي پکي اته کسان وژل شوي اوشپاړس نور ټپيان شوي دي.

ریاض موساخېل

اسلام اباد: پاکستانی چارواکي وایي، په راولپنډۍ ښار کي د شیعه ګانو په یوه امام باړه په ځانمرګی بريد شوي چي پکي اته کسان وژل شوي اوشپاړس نور ټپيان شوي دي.

د شيعه ګانو د يوه تنظيم وحدت المسلمين مشر علامه راجه ناصر عباس تر پيښي وروسته بيګاه له خبريالانو سره د خبرو پر وخت پر حکومت غږ وکړ چي د هيواد په نورو برخو کي دي هم پوځي عمليات وکړي.

ځان ته د تحريک طالبان آريانه نومي ډلې وياند ويونکي مقبول داوړ نن مشال راډيو ته پر ټيليفون وویل چې دا برید دوی کړئ دی.

بل پلو د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې ویاند احسان الله احسان هم د دې پېښې پړه منلې ده.

دا د تېرې میاشتې پر شپاړسمه نېټه د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر شوي برید وروسته دویمه پېښه ده چې پړه یې وسله وال طالبان پر غاړه اخلي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG