د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د پاکستان د سیاسي ګوندونو له استازو سره کتنه وکړه


د راپورونو له مخې د پاکستاني سیاستوالو په پلاوي کې چې افغان ولسمشر اشرف غني نن(جمعه) په ارګ کې کتنه ورسره کوي، د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان، سناتور افراسياب خټک،د قومي وطن ګوند مشر آفتاب احمدخان شېرپاو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی شامل دي.

د راپورونو له مخې د پاکستاني سیاستوالو په پلاوي کې چې افغان ولسمشر اشرف غني نن(جمعه) په ارګ کې کتنه ورسره کوي، د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديارولي خان، سناتور افراسياب خټک،د قومي وطن ګوند مشر آفتاب احمدخان شېرپاو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی شامل دي.

ویل شوي چې دا کسان د ولسمشر غني په بلنه کابل ته تللي او د ولسمشرغني ترڅنګ سربېره له نورو چارواکو سره هم کتنې کوي. په دې کتنو کې د راپورونو له مخې د افغانستان او پاکستان د خپلمنځي اړيکو، د دواړو هېوادونو د امنیتي وضعیت او له ترورېزم سره په مبارزه کې د کابل او اسلام آباد د همکارۍ په اړه خبرې په پام کې دي.

څارونکې په دې باور دي چې په پاکستان کې د وسله والو حملو له زیاتېدو او په خاص ډول د پېښور پر یوه ښوونځي له حملې وروسته اسلام آباد چې تل له افراطي وسله والو ډلو سره په همکارۍ تورن شوی، له کابل سره د همکاریو د زیاتولو هڅې چټکې کړې دي.

د افغانستان د سیمه ایزو څېړنو د مرکز مشر عبدالغفورلېوال وايي، کابل ته د ولسمشرغني د پاکستاني سیاستوالو مېلمنو سفر به یوازې په هغه صورت کې ګټور وي چې د یوې اجماع استازیتوب وکړي او د همغې اجماع له مخې اسلام اباد ته ستانه شي:

(که دا هیات په پاکستان کې یوې سیاسي اجماع او فیصلې ته تر رسېدو وروسته راغلي وي، نو هغه صلاحیت چې به ولري چې په دې برخه کې د افغانستان د اړخ نظر ځان ته معلوم کړي او کله چې دوی بېرته ځي د دوی پرېکړې ټول تصمیم نیوونکي مراجع ومني، بیا خو فکر کوم چې د دوی راتګ به د سیمه ایزې سولې په راوستو کې ګټور وي.)

له دې مخکې په دې پلاوي کې د جمیعت العلمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن د ګډون په اړه هم راپور ورکړل شوی و، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستاني سیاستوالو په فهرست کې د نوموړي نوم نشته.

که څه هم مولانا ته نژدې کسانو ویلي چې نوموړی کابل ته د تلو کوم پلان نلري خو په تېرو څو ورځو کې یوشمېر فعالانو فضل الرحمن په افغانستان کې د جګړې او تشدد پلوي وباله او د مظاهرو په ترڅ کې یې د ده د راتګ په وړاندې سخت غبرګون وښود.

XS
SM
MD
LG