د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: په چاودنه او د ډزو په پېښو کې دوه کسان وژلي، څلور ټپیان


د پولیسو یوه چارواکي اعتزاز ګورایا نن (جمعه) مشال راډيو ته وویل، چاودنه بېګا له باچا خان چوک سره نېږدې وشوه. د ده په وینا، په ژوبلو کې دوه ماشومان دي.

ګورایا وايي، چوونکي توکي په موټر سایکل کې ایښودل شوي ول. ده وویل، په یوه بله پېښه کې وسله والو پر یوه کور ډزې وکړې او دوه کسان یې ووژل.

ګورایا زیاتوي، دا پېښه د کوټې په خلجي اباد کې شوې. د دواړو پېښو پړه لا چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG