د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني له هرات زندانه ۶۰ بندیان خوشې کړل


د ولسمشر اشرف غني د فرمان له مخې نن (پنجشنبه) د هرات ولایت له زندان څخه ۶۰ تنه بندیان خوشې شول.

د هرات د محبس مدیر عبدالله عزیزي مشال راډیوته وویل، چې د میلاد النبي په مناسبت ولسمشر د دوه سوه تنو د خوشې کولو حکم کړی چې د ۱۸ ښځو په ګډون ۶۰ تنه یې نن خوشې شول.

د عزیزي په وینا د دغه فرمان له مخې به تر راتلوونکو درېو ورځو پورې ټول ۲۰۰ بندیان چې ډيری په اخلاقي جرمونو او غلاو بندیان وو د هرات ولایت له زندان څخه خوشې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG