د لاسرسي ځای

ملي امنیت په کابل کې د مقناطیسي بمونو زېرمه موندلې


د افغانستان دملي امنیت ریاست وایي، چې د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې یې د مقناطیسي ماینونو یوه زیرمه کشف کړې ده.

د دغه ریاست له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د مقناطیسي ماینونو دغه زیرمه په پلچرخي سیمه کې په یو لړ عملیاتوکې پیدا شوې په په تور یې یوکس نیول شوی دی.

په اعلامیه راغلي چې له دغه ځای څخه د دې ریاست موظفینو پوځي جامې او د ملي اردو د هویت کارتونه هم ترلاسه کړي دي.

ملي امنیت نه دي ویلي، چې په دې زیرمه کې څومره ماینونه موجود وو.

ملي امنیت په دې خبرپاڼه کې ویلي، چې په اومه ناحیه کې یې دوه تنه ماین ایښودونکي هم نیولي، چې په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

XS
SM
MD
LG