د لاسرسي ځای

اسلام اباد - د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او د هغه هېواد د ټيلي وېژن یوې خبریالې رېحام خان واده وکړ.

د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ په اسلام اباد کې مفتي سعید انور د دواړو نکاح وتړله. د نکاح مراسم په سادګۍ تر سره شول او پکې د دواړو کورنیو یو څو غړي موجود ول.

په نکاح کې یو لک روپۍ مهر وټاکل شو او د عمران خان نېږدې ملګرو ذاکر او عون چودري د ګواهانو په توګه ګډون وکړ.

له یوې مودې راهیسې د پاکستان رسنیو د عمران خان او رېحام خان د اړیکو او واده په اړه خبرونه خپرول خو دواړو یې نه تردید کاوه او نه یې هم پخلی.

عمران خان ۶۲ کلن دی او له پخوانۍ ښځې جمایمې دوه زامن لري.

رېحام خان ۴۲ کلنه ده او له پخواني واده یې درې بچي دي. نوموړې پاکستان ته تر ورتګ مخکې د بي بي سي په یوه ټیليوېژن کې د موسم حال وړاندې کاوه.

XS
SM
MD
LG