د لاسرسي ځای

تازه خبر

فلسطین به د اپرېل پر لومړۍ د نړیوال جنايي عدالت غړی شي


نیویارک - د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون وایي، فلسطین به د اپریل پر لومړۍ د نړیوال جنايي عدالت غړی شي.

بان کي مون دا اعلان د چارشنبې په ورځ د ملګرو ملتو د تړونونو پر ووبپاڼه په خپاره شوي یو لیک کې وکړ.

له دې سره به په هاګ کې د جرمونو نړیوال عدالت دا اجازه لري چې د فلسطنیانو په خاوره کې د جدي جرمونو تر سره کېدو په اړه دوسیې جوړې کړي او فلسطنیان به وتوانیږي چې د اسراییل له لورې جنګي جرمونو کېدو په صورت کې مقدمې یاد عدالت ته یوسي.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د ډسمبر پر یو دیرشمه د جرمونو په نړیوال عدالت کې د غړیتوب د غوښتنې سندونه لاسلیک کړي او استولي وو.

دا غوښتنه له هغه یوه ورځ وروسته وشوه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه قرارداد په منظورولو کې پاتې راغله کوم چې به د فلسطیني ریاست په رسمي توګه منل کېدو ته لاره هواره کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG