د پاکستان د یو شمېر مذهبي ګوندونه مشران د پنجشنبې پر ورځ د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې غونډه کوي.
په دې غونډه کې به د پاکستان په آیین کې د شوي ۲۱م بدلون په اړه او له هغه راهيسې پر پیدا شوي صورت حال خبرې کېږي.
د جمعیت علمای اسلام (ف) مخکښ مولانا عطا الرحمان مشال راډیو ته وویل چې دا غونډه به په اسلام اباد کې کېږي.
د یادونې وړ ده چې جمعیت علماء اسلام (ف) او جماعت اسلامي د ۲۱م ترمیم لپاره په پارلېماني غونډه کې برخه نه وه اخیستې.