د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاریس کې د یوې مجلې پر دفتر وسله وال برید، ۱۲ وژل شوي


د چارشنبې پر ورځ وسله والو په پاریس ښار کې د چارلي هیبدو مجلې په مرکزي دفتر باندي ډزو کي د دوو پولیسو په ګډون، لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل.

پولیس وایي، په حمله کي دغه راز ۱۰ کسان ټپیان دي چې د پينځو حالت یې نازک ښودل شویدی.

دغې مجلې ته د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) د کاریکاتورونو یا خاکو د خپرولو له امله په بیا بیا ګواښونه شوي ول.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند چې تر حملې وروسته د پېښې ځای ته ورسېد، خبریالانو ته یې وویل، دا یو ترهګر عمل دی.

د فرانسې حکومت په پاریس کې د تروریستي حملو د خطر سطح پورته کړیده.

ولسمشر اولاند وویل، حکومت په وروستیو اوونیو کي د یو شمېر تروریستي حملو مخه نیولې ده. ده زیاته کړه: ((پر موږ ځکه حملې کېږې چې موږ یو آزاد خیال یا لیبرال هیواد یو.))

ویل کیږې چې د فرانسې ولسمشر به د ورځې په وروستیو کي د پېښې په اړه د حکومت عاجله غونډه وکړي.

په یوې ویدیو کي چې یوه سړي د ګاونډ له یوه بامه اخیستې ښودل شوي چې وسله والو د ډزو پرمهال د الله اکبر شعارونه ورکول.

حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتیدلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG