د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د پوځي عدالتونو تاریخ


پراګ - د پاکستان د جوړيدو ۱۱ کاله وروسته د ۱۹۵۸ کال په اکتوبر مياشت کې په لومړي ځل په دي هيواد کې مارشل لا يا پوځي واکمني نافذ کړل شوه. په هغه وخت کې جنرل ايوب خان د هيواد واګي په لاس کې واخیستل.

په هم دي وخت کې د پوځي عدالتونو اصطلاح مخې ته راغله. تاريخ پوهان وايي چې د جنرل ايوب په وخت کې پوځې عدالتونو کې د اپوزشن ګوندونو مشرانو پرضد د مقدمو اوريدنه کيده.

خو په اسلام اباد کې د سياسي چارو کارپوه عامر متين وايي چې په پاکستان کې پوځي عدالتونه په ۱۹۷۰مه لسيزه کې جوړ کړل شوی ول.

((په ۷۰مه لسيزه کې د بوټو په وخت کې د پوځي عدالتونو په اړه قانون سازي شوی وه، او د دغو عدالتونو زياته بدنامې هم په دي موده کې شوی وه، خو د دې تر ټولو زيات غلط استعمال د جنرل ضيا الحق د واکمني پر وخت کې شوي وو. په هغه زمانه کې دی ته کينګرو کورټس يا عدالتونه وويل کيدل. په دغو عدالتونو کې د انصاف پيمانې لانجمني وي.))

عامر متين زياته کړه چې بيا په ۸۰مه لسيزه کې د جنرل ضيا الحق په واکمني کې پوځې عدالتونه د سياسي مشرانو، خبريالانو، او ولسي خلکو پرضد استعمال شو. په دغو پوځې عدالتونو کې پوځي افسرانو به د مقدمې يو يا دوه اوريدونو وروسته د لسو کالو د بند سزا او يا د پانسي سزاګانې اوروله.

همدغه وجه ده چې په خلکو کې له هغه وخت راهېسي د پوځي عدالتونو ويره خوره شوه. د پوځ پخوانی برېګيډیير سيد نذير د جنرل ضيا د پوځي عدالتونو د تاريخ په اړه وايي، هغو عدالتونو به په هم هغه ځاي کې د مقدمې اوريدنه کوله او سزاګانې به يې هم په هغه ځاي کې ورکولي.

((د ضيا الحق د واکمنۍ پرمهال پوځي عدالتونو به کوړي ورکولې. په هغه د کوړو وهلو هدف سياسي مخاليفين وو چې پيپلز ګوند وو. په دی موده کې د کوړو د وهلو نظام موبايل يا ګرځينده وو. دغو پوځې عدالتونو کې يوه مشهور مقدمه د پپو وه، چې يو ماشوم چا تښتولې وو چې د زياتې کولو وروسته يې وژلې وو. د دغه ماشوم قاتلونو ته پانسي په يو چوک کې ورکړل شوی وه، چې له هغې وجې په خلکو کې ويره تره خوره شوه.))

پخواني برېګيډير نذير زياته کړه چې د جنرل ضيا په وخت کې پوځي عدالتونو زياتره سياسي مشرانو ته سزاګانې ورکړي وي، بيا کارپوه خادم حسين وايي چې په ۷۰مه او ۸۰مه لسيزه کې پوځې عدالتونو کې د سياسي مشرانو پرضد مقدمې وچليدي، نو د دي تاريخ يو خو مارشل لا سره تړلې دي، او دويم د سياسي قيادت مقدمو سره تړل شوی دي.

بيا په ۱۹۹۸ کال کې د نوازشريف په موده کې جوړ کړل شوی د پوځي عدالتونو تسلسل د پوځې واکمن جنرل پرويز مشرف د اوږي مودي واکمني پر مهال هم دوام دلودو. خو اوس يو وار بيا په ۲۰۱۵م کال کې په دي هيواد کې پوځي عدالتونو جوړ شوی. خو کارپوهان وايي ــ که پوځې عدالتونو ته په تاريخي تناظر کې کتنه وشي، نو موجوده پوځي عدالتونه د سياسي قيادت په مشاورت جوړ کړل شوی دي، او هيله ده چې دا به غير سياسي مقصدونو لپاره کارول کيږي.

XS
SM
MD
LG