د لاسرسي ځای

د پاکستان سیاسي ګوندونو مشران سبا کابل ته ځي


د افغانستان د جمهوري ریاست یوه منبع وایې، ټاکل شوې سبا ته (د جنوري اتمه) د پاکستان د سیاسي ګوندونو او قومي مشرانو یو هیئت کابل ته راشي.

په همدي اړه د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزي د دغه هیئت د سفر د هدف په اړه مشال راډيو ته وویل :

((د دغه سفر هدف دا دی چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې لا نورې ټينګي شي او هغه فرصتونه و لټول شي چې له لارې یې د دواړو هیوادونو خلک و کړای شي د خپلو هیوادونو د امنیت لپاره په ګډه کار وکړي.))

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، په دې هیئت کې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان، سناتور افراسياب خټک، د قومي وطن ګوند مشر آفتاب شېرپاو، د جمعيت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی شامل دي.

XS
SM
MD
LG