د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نوې کابینه به ډېر ژر ولسي جرګې ته معرفي شي"


د اجرایې رئیس د ویاند مرستیال وایي، د افغانستان نوې کابینه به په دوو پړاونو کې ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره معرفي شي.

جاوید فیصل نن د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې، په لومړي پړاوکې د امنیت او اقتصاد د سکټور کاندیدان معرفي کیږي:

″د ټولو وزارتونو لپاره پر اشخاصو کار شوی. خو په لومړني سر کې به د امنیت او اقتصاد د برخې وزیران معرفي شي.″

که څه هم ښاغلي فیصل د کابینې د معرفي کولو دقیق وخت و نه ښوده، خو د جمهوري ریاست یوې سرچینه له دې مخکې مشال ډيو ته ویلي وه چې، په قوي احتمال سره به یا سبا ته او یا هم د راتلونکې اونۍ په سرکې د کابینې ځينې کاندید وزیران معرفي شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG