د لاسرسي ځای

"د افغانستان له خاورې به د ایران پر ضد کار وانخیستل شي"


د ملي امنیت سلاکارایران ته ډاډ ورکړی چې، د افغانستان له خاورې به د ایران پر ضد کار وانخیستل شي.

د ایراني رسنیو په حواله راغلي چې، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر دغه څرګندونې ایران ته د خپل رسمي سفر پر مهال کړي دي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج ایران ته د ښاغلي اتمرد سفرپه اړه مشال راډيوته وویل چې، نوموړي له ایراني چارواکو سره همدا راز د تروریزم پر وړاندې د ګډې مبارزې او دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبرې کړي.

ښاغلي اتمر د سې شنبې په ورځ ایران ته په یوه رسمي سفر ولاړ.

XS
SM
MD
LG