د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کلا سیف الله د یوه تښتول شوي مساپر مړی موندل شوی


کوټه - چارواکي وايي، دا مساپر لیاقت علي خان نومېده او د پاکستان هوايي ځواک کارکوونکی وو.

د دوی په خبره، نوموړی د پنجاب د تله ګنګ اوسېدونکی وو.

وسله والو د تېرې یکشنبې یا اتوار پر شپه لیاقت علي خان سره له اتو نورو مساپرو د کلا سیف الله له تنګې سیمې تښتولي ول چې پکې د لیاقت علي خان مړی د یادې ولسوالۍ یا ضلعې له ګوال اسماعیل زیو تر لاسه شوی دی.

امنیتي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته ویلي، تر دې مخکې وسله والو دوه تښتول شوي کسان خوشې کړي ول. دوی وايي، غلام او ظاهر دواړه د کوټې اوسېدونکي ول او د یکشنبې پر ورځ له اسلام اباده کوټې ته روان ول چې وتښتول شول.

چارواکي زیاتوي، شپږ مساپر لا هم له وسله والو سره دي.

د مساپرانو د تښتونې او د یوه وژنې پړه لا چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG