د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې دوه نور کسان په دار ځړول شوي دي


ملتان - د پاکستان د سرکاري ريډيو وايي، په دار په ځړول شویو کې يو احمد علي او بل غلام شبير نوميده او دا چې دوی ته د پنجاب د ملتان په زندان کې سزا ورکړل شوه.

احمد علي د يوه پوليس او د هغه د ساتونکي او غلام شبير ملتان کې د درو کسانو د وژلو په تور په دار ځړول شوي دي.

په پاکستان کې د دسمبر په ۱۶ تاريخ پيښور کې پر آرمي پبلک سکول بريد وروسته په ترهګرۍ تورنو کسانو ته د مرګ سزاوې ورکول تېزې شوي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان دوه هفتې مخکې ويلي ول چې راتلونکو اوونيو کې به شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د مرګ سزا پر ورکولو عمل پیلېږي.

تر دې مخکې پر پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف او د پوځ پر سردفتر (جي اېچ کیو) د بریدونو په تور ځېنو کسان پانسي شوي دي.

د بښنې نړیوالې ادارې (ایمنسټي انټرنیشنل) او د اروپايي ټولنې په ګډون په نړۍ کې د حقونو ساتونکو بېلا بېلو ډلو پر پاکستان غږ (ږغ) کړی چې د مرګ سزا پر عملي کولو دې بندیز بیا بحاله کړي.

دې ادارو او سازمانونو په پاکستان کې د پانسۍ پر سزاګانو پر ورکولو اندېښنې ښودلې دي.

په پاکستان کې له ۲۰۰۸ز کال راهیسې د مجرمانو پر دار پر ځړولو بندیز لګول شوی وو خو د پېښور پر سکول تر برید وروسته وزیراعظم نواز شریف دا بندیز لرې کړ.

XS
SM
MD
LG