د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې دوه نور کسان په دار ځړول شوي دي


د پاکستان د پنجاب صوبې په ملتان کې دوه کسان پانسي شوي دي.
د پاکستان د سرکاري ريډيو د خبر ترمخه دا کسان يو احمد علي او بل غلام شبير نوميده. احمد علي د يو پوليس او د هغه د ساتونکي او غلام شبير ملتان کې د دريوو کسانو د وژلو په تور په دار ځړول شوي دي.
پاکستان کې د دسمبر په ۱۶ تاريخ پيښور کې پر آرمي پبلک سکول بريد وروسته په ترهګرۍ تورنو کسانو ته د مرګ سزاوې ورکول تېزې شوي دي. د پاکستان د کورنيوو چارو وزير دوه هفتې مخکې ويلي وو چې راتلونکو اونيوو کې به پنځه سوه کسانو ته پانسۍ ورکول کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG