د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د نهه کسانو تر تښتولو وروستو عملیات پیل شوي


د بلوچستان له کلاسیف الله څخه د اتوار پر شپه د نهه کسانو تر تښتولو وروستو په سيمه کې د لټون عمليات پيل شوي دي.

پرون د دوشنې پر مازیګر په کوټه کې يوې خبرې غونډې ته په خپله وينا کې د يادې صوبې د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټی وويل وسله والو د کلاسیف الله په تنګه سیمه کې د ژوب له بس څخه د پنځو تنو تر تښتولو وروسته په همدې ځای کې يو بل موټر چې له اسلام آباد څخه کوټې ته روان وو، درولی او په کې ناست څلور تنه يې هم تښتولي دي.

د صوبې د کورنیو چارو وزیر زیاته کړي چې د يادې پېښې وروسته په بلوچستان کې امنيتي ځواکونو عملیات پېل کړي يادې خبري غونډې ته د ملېشه ځواکونو مرستیال مشر بریګيډیر طاهر محمود وویل چې ملېشه ځواکونه د افغانستان له پولې سره سره، له ایران سره هم خندق کني، څو پر پوله د وسله والو د تګ راتګ مخه ونيسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG