د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ږوب کې د پنځو کسانو تښتولو پر ضد احتجاج


د ږوب کاري کمېټې د وسله والو له لوري د مساپرانو تېښتولو خلاف نن په ږوب ښارګوټي کې هړتال دی او یوه لویه ولسي غونډه کوي

د کلاسیف الله امنيتي چارواکي وايي، د دې ضلعې له تنګې سیمې د ږوب له يوه مساپر بسه نامالومه وسله والو پنځه تنه تښتوولي دي. چارواکي وايي، په تښتوول شويو کې درې د ږوب اوسېدونکي دي، خو د نورو دوو کسانو پېژندګلوي لا نه ده شوې.

د سیف الله کلا د امنيتي چارواکو په خبره د اتوار په ماځيګر د دغې ضلعې له تنګې سیمې وسله والو له يوه مساپر بس څخه پنځه مساپر تښتوولي دي. چارواکي زیاتوي، ياد بس چې له کوټې ږوب سیمې ته روان وو، کله چې د تنګې پر هوټلونو د لمانځه لپاره ودرېد، نو وسله والو ددغه بس پنځه سورلي وتښتوول. د سیف الله کلا مرستيال کمشنر آصف خان چې نه يې غوښتل ږغ يې ثبت شي، مشال راډيو د پېښې پخلی وکړ او زیاتوي ددوي سرتېرو په سیمه کې د پلټنې عملیات پېل کړي دي. ددغې سیمې د چارواکو په خبره په تښتوول شويو کې درې د ږوب سیمې، يو د کچلاغ او يو بل د خیبرپښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی دی.

بلي خواته په کوټه کې د امنيتي چارواکو ځينو سرچينو بیا وویل، د ملېشه ځواکونو لوړپوړو چارواکو خپلو سرتېرو ته امر کړی، چې په همدې سیمه کې دي د پلټنې عملیات ژر تر ژره پېل کړي، تر څو تښتوونکي دا تښتوول شوي مساپر کومې خواته په وړلو کې بریالي نشي. د سیف الله کلا تنګه سیمه چې له ګوال اسماعیل زيي سره څېرمه پرته ده، په همدې ګوال اسماعیل زيي کې په تېره يوه میاشت کې د پاکستان امنيتي ځواکونو په بیا بیا عملیات کړي، او د يو شمېر وسله والو د وژلو او ژوندي نیولو ادعا يې هم کړې. ځيني سرچينې وايي، تښتوونکي وسله وال طالبان دي، چې ددې عملیاتو په عکس الامل کې يې همدا مساپر تښتوولي دي.

که څه هم ددې پنځو تښتوول شويو مساپرو د تښتوولو مسوولیت د رپوټ تر بشپړېدو پورې کومې ډلې قبول کړی نه دی، خو په تېر وخت کې له سیف الله کلا څخه د تښتوولو د ورته پېښو مسوولیت وسله والو طالبانو قبول کړی او د تښتوول شویو کسانو د بېرته راخوشي کولو لپاره يې د هغوي له کورنيو د کروړونو روپيو تاوان غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG