د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې ځانمرګي بريد دوه تنه وژلي څلور ژوبل


چارواکي وايي، بريد څه باندې لس بجې د قلات ښار کابل بانک ته څېرمه شوی او هدف يې د زابل امنيت امير غلام جيلاني فراهي وو.

نن «دوشنبه» ګهیځ د زابل په مرکز قلات ښار کې موټربم ځانمرګی بريد شوی دی چې دوه تنه یې وژلي او څلور نور ژوبل دي.

چارواکي وايي، بريد څه باندې لس بجې د قلات ښار کابل بانک ته څېرمه شوی او هدف يې د زابل امنيت امير غلام جيلاني فراهي وو.

د زابل امنيه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونی وايي، د امنيت امير له بريده روغ وتلی، خو دوه عام وګړي پکې وژل شوي دي.

دی وايي، په دغه بريد کې څلور نور ولسيوګړي ټپيان شوي هم دي.

د روغ لېوني په خبره، د امنيت امير تازه له عملياتو څخه راګرځېدلی و او کور ته روان و چې پر لاره ورباندې کابل بانک ته څېرمه ځانمرګی بريد شوی دی.

که څه هم امنيه قومندان په بريد کې څلور واړه ټپي شوي او دواړه وژل شوي کسان عام وګړي بولي، خو د زابل د ملکي روغتون مسوولين بيا وايي، دوی ته د پېښې له ځايه لس تنه ټپيان او دوه جسدونه وروړل شوي دي.

دوی وايي، په ټپي شويو کسانو کې پوليس هم شامل دي.

تر اوسه پورې د دغه بريد مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.

په زابل کې دا ډېر وخت داسې بريد نه و شوی.

بلخوا د ننګرهار ولایت وياند احمدضياعبدالزي مشال راډيو ته ويلي چې نن (دوشنبه) له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د بهسود ولسوالۍ اړوند د کاریز کبير په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په کتار د یوه ګاډي په وسیله ځان مرګی برید شوی.

عبدالزی وايي په دې پيښه کې د بهرنیو ځواکونو یو ټانګ ویجاړ شوی د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه لري.

XS
SM
MD
LG