د لاسرسي ځای

د ږوب،کلا سېف الله او موساخېل سیمو یو شمېر مالدارانو پر ټیلیفون مشال راډیو ته ووېل چې بارانونه نشته او د دوی د مال او څارویو لپاره هم نه واښه شته او نه اوبه.

بلوچستان کې زمینداران، مالداران او عام ولس وایي، چې له تېرې اوږدې مودې راهیسې بارانونه نه دې شوي، ځکه دوي د فصلونو،مال و څاریو او حتا چې د څښلو اوبو په اړه له مشکلاتو سره مخامخ شویدي.بلې خوا ته بلوچستان صوبایي حکومت بیا وایي، د ستونزې په لړ کې یې ګامونه پورته کړیدي.

د پښین اوسېدونکی،محمد صدیق وایي، ډېره موده وشوه بارانون نه اوري:

«د پروسږ کال ۲۰۱۴ ګرمۍ موسم په سر کې بارانونه شوي وو،بیا دغه دې تر ۶ میاشتو زیات وخت وشو، بارانونه نشته. که کوټه را واخلې، که ور تېر شې چمن، پښین ته او که ږوب او لورالایي ته وګورو، نو هره سیمه بې بارانه پاتې ده. په دغو سیمو کې زیات خلک له کر کروندګرې سره اړه لري او د دوی د زراعت ټوله تمه پر بارانونو وي. چې بارانونه نه وي، نو نه د ځمکې پر سر اوبه وي او نه لاندې، ځکه دغه خلک د الله په تمه ناست دي او فصلونو ته په اتنظار دي چې قُدرت به څه ور سره کوي! دوی اوس هم د بارانونو نه کېدو له وجې زښت ډېر مالي تاوانونه وړي دي»

د سیمې یو زمیندار،محمد یونس وایي،بارانونه نشته،ځکه ستونزې یې زیاتې شوې دي:

«زموږ د ذراعت تمه خو پر بارانونو وي،ځکه چې دلته ډېمونه (د اوبو زېرمې) خو له سره نشته، نو چې ډېمونه نه وي نو د اوبو زېرمې به له کومې خوا وي؟ وضع ډېره خرابه ده او که په نږدې راتلونکې کې هم حال دغه وو نو بیا به مو ونې (درختې) وچې وي، بیا به خپلې ونې باسو»

محمد صدیق چې مخکې مو ذکر وکړ، وایي چې حال دا دی چې زمینداران او مالداران خو پر خپل ځای، عام خلک هم سخت اغېز من شوي دي:

«په کوټه کې ډېری خلک اوبه په پېسو اخلي.بارانونه نه دې شوي،ځکه لاندې مزکه کې د اوبو کچه هم ډېره ټیټه شوې ده چې له وجې یې د عامې اوبو رانیول ګران کار جوړ شوی دی او خلک مجبور شوي دي،چې په ټېنکرو کې خرڅېدونکې اوبه په پېسو واخلي.په دغه حال کې بیا ټېنکرچلوونکیو هم بییې لوړې کړې دي.یو ټېنکر د ښار ځینو برخو کې په ۳ زره،ځینو کې ۲ او ځینو کې په ۱۵ سوه روپۍ دی.اوس یو عام غریب کس چې مزدوري او خواري کوي،ایا هغه دا توان لری شي چې دومره ګران د اوبو ټېنکرې را ونیسیي؟»

مشال راديو په پښتني سیمو کې د وچکالۍ ستونزه د بلوچستان په حکومت کې د اطلاعاتو محکمې وزیر عبدالرحیم زیارتوال مخې ته کېښوده، نو نوموړي یې په اړه وویل:

«حقیقیت کې هم زموږ سیمې د وچکالۍ له بد کړکېچ سره خامخې دي. موږ په فوري توګه ۵۰ کروړه روپۍ د مالدارانو لپاره منظورې کړیدي، چې د هغوی د څارویو لپاره د پروړې، وښو او نورو خوړو بندوبست وشي. له دې سره مې د اوبو د نیشتوالي او کموالي ستونزه تر مرکزي حکومته هم رسولې ده، چې هغوي او نورې نړیوالې خیریه ادارې له موږ سره مالي مرسته وکړي چې موږ په سیمو کې د اوبو زېرمې (ډېمونه) جوړې کړو»

د یادولو ده چې بلوچستان او په خاص توګه، د صوبې پښتون مېشتې سیمو کې د نفوس لویه برخه له زراعت او مالدارۍ سره تعلق لري او که بارانونه ونشي، نو د دغو خلکو په وېنا،چې بیا زراعت او مالداري کې له ګڼو مالي تاوانونه سره مخامخېږي.

XS
SM
MD
LG